افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دایکندي ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست وايي چې د تېر کال د خورشید په موده کې په دغه ولایت کې څه باندې ۶۶ زره کاغذي او برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه شمېر تذکرو له وېش څخه ۲۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د احصايې مرکزي ادارې په هېواد کې د څه باندې ۱۲ ميليونو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اعلان وکړ.