افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د صرافانو د اتحادیې مشر حاجي غلام محمد سهرابي وايي، چې د دې اتحادیې د رییس په حضور کې د هرات د صرافانو د اتحادیې له خوا ۴۰ کورونه جوړ شوي دي.
ده دغه راز زياته کړه: دغه کورونه د هېواد د صرافانو د اتحاديې په همکارۍ او د شلو مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
د هرات د صرافانو د اتحاديې مشر زياته کړه چې دغه کورونه له معيارونو سره سم جوړ شوي او د خاوندانو له خوا ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه کورونه د PVC کړکيو په مرسته جوړ شوي او دوه خونی او يو دهليز لري.
په همدې حال کې د هېواد د صرافانو د اتحادیې مشر بهرام خان ځدراڼ وايي، د صرافانو اتحادیه تل له اړو کسانو سره لاس او ګریوان ده او د اړتیا په صورت کې به د هرات له زلزله ځپلو سره لا زیاته مرسته وکړي.
باید وویل شي، چې هرات ولایت په تېرو ۱۵ کلونو کې د نسبتاً سختې زلزلې شاهد و، چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه نور یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.