افغان غږ خبری آژانس - هرات: د اروپایی اتحادیې د منځنی ختیځ، اسیا او ارام سمندر د څانګی مشر پیټرز اوستویس د هرات له والی سره د ولایت مقام د مرستیال او د بهرنیو چارو ریاست په حضور کې وکتل.
په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجر د اقلیم د اغیزو د کمولو، د کرنې او مالدارۍ د صنعت د ودې، له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان بانکونو د نښلولو او د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د دغې اتحادیې په همکارۍ ټینګار وکړ.
له بلې خوا د هرات د والي مرستيال مولوي مهاجر فراهي هرات ته د اروپايي ټولنې د پلاوي د سفر د هرکلي په ترڅ کې له افغانستان او په ځانګړې توګه له هرات ولايت سره د اروپايي ټولنې له همکاريو څخه مننه وکړه.
په دې وروستيو کې د اروپايي ټولنې د منځني ختيځ، اسيا او ارام سمندر د څانګې مشر پيتر اوستويس د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام اعلان وکړ.
باید وویل شي، چې اروپايي ټولنه له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو څخه دی.