د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په چوکي ولسوالۍ کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش دوه غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کنړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي: تېره شپه ګډو امنیتي ځواکونو د چوکی ولسوالۍ په سپیدار تنګي سیمه کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي او يو بل يي نيول دى. هغه زیاته کړه، نیول شوی کس اوس تر پوښتنو لاندې دی. دهقان په وينا، له يادو کسانو څخه دوه ميله وسلې هم ترلاسه شوې دي.