افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولین په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دوشي ولسوالۍ په زرسنګ سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون څلور تنه وژل شوي دي. د دغه ولایت ولسوالی
په همدې حال کې د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند مولوي شبير احمد برهاني هم رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه د دې ولايت د دوشي ولسوالۍ په زرسنګ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو کرولا موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.
دی وايي، په هېواد کې ترافيکي پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د ډېر سرعت له امله رامنځته کېږي.