افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه (حمل ۸) د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د ترانسپورتي لارو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د هېواد په شمال کې په بلخ ولایت کې د سېلابونو له امله د مزارشریف او چهارکوټ ولسوالۍ ترمنځ لاره تړل شوې ده.
دغه وزارت زیاته کړې، چې سېلاب د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ پر سړک یو پلچک نړولی او دغه لاره یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د فواید عامې وزارت هم ویلي، چې د کوتل قوناق لاره، چې بامیان او دایکندي ولایتونه سره نښلوي، د واورې د ورښت له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوي دي.
دغه وزارت وايي چې د دغو لارو د خلاصولو هڅې روانې دي.
په تېرو دوو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د باران او واورو شاهدان دي.
بل خوا په فاریاب ولایت کې هم د سېلابونو له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
په بادغیس ولایت کې د یوه کور د دیوال نړېدو او سیلابونو دوه تنه وژلي دي.
د يادو ولايتونو د چارواکو په وينا، سېلابونو د ځاني او مالي زيانونو تر څنګ د دې دوو ولايتونو د يو شمېر ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.
ځايي چارواکو زياته کړې، چې د کرنيزو ځمکو، د استوګنې د کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو ويجاړېدل د سېلابونو له امله يو له مهمو زيانونو څخه دي، چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې د سېلابونو له امله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.