افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د مسؤلینو، مامورینو او کارکوونکو لپاره د مدیریتي روزنیز پروګرام د جوړیدو په مناسبت وویل: زده کړه د نړۍ د دیني او معاصرو علومو زده کړه او لاس رسی د ټولنې له اړتیاوو څخه دی.
هغه زیاته کړه، د نړۍ د عصري علومو زده کړه به موږ د طبي، نظامي او اقتصادي اړتیاوو په برخه کې د ځان بسیاینې لامل شي.
د جوزجان والي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت د دولت ټول مامورين او کارکوونکي بايد په دې پوه شي چې د اداري کارونو د پرمخ بيولو لپاره د مهارتونو زده کړه ضروري ده او د ښې حکومتوالۍ په لاره کې ګټور او ضروري ګڼل کيږي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د استادانو درناوی وکړي او ساینس په ښه توګه زده کړي.