افغان غږ خبری آژانس: دا لیدنه وروسته له هغه شوې چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت فعالیتونه د تېر کال په اکتوبر میاشت کې په موقتي ډول وځنډول شول.
د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل ذکیې وردک په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې جي پي سنګ او د سفارت چارواکو د شنبې په ورځ په غونډه کې د پیسو په اړه خبرې وکړې او دا غونډه یې ګټوره وبلله.
هغه زیاته کړه: "ښاغلي سنګ له افغانستان سره د هند پر اوږدمهاله مرستو ټینګار وکړ او د سفارت له فعالیتونو یې خوښي څرګنده کړه."
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د جي پي سینګ سفر څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یې وکتل.
شاوخوا درې اونۍ وړاندې جي پي سینګ کابل ته سفر وکړ او هلته یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل./آریانا