د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې پلې لوا د دریم کنډک مسلکي او تخنیکي ټیمونو لسګونه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم کړي چې ګټې اخیستنې ته چمتو دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ترمیم شویو موټرو کې ۱۲ هاموي ټانکونه، ۱۵ رینجر، ۱۰ نړیوال زغروال او ۴ امبولانسونه شامل دي. تر دې مخکې د اسلامي امارت د دفاع وزارت د تخنیکي ټیمونو له خوا د لسګونو پوځي وسایطو د ترمیم اعلان کړی و.