دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 287741
په بدخشان کې په ۱۴۰۲ کال کې نږدې ۱۲ زره کیلوګرامه نشه يي توکي او ۳۳ زره جریبه کوکنار له منځه وړل شوي
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د پوليسو ځواکونه په تير کال کې ١١٨٩٨ کيلوګرامه بېلابېل نشه يي توکي کشف او له منځه وړي دي او دغه راز يې څه دپاسه ٣٣ زره جريبه کوکنار او چرس له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکو تیر کال د دغه امنیتی ارګان د کار په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه احصایې له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه مطرح کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د عوایدو زیاتوالی د پاسپورت د ورکولو په څانګه کې هم ډیر شوي او له ۹۴ میلیونو افغانیو څخه زیات عاید لري.
 
د بدخشان پوليسو دغه راز ويلي دي چې څه دپاسه ٣٨٠ ميليونه افغانۍ د موټر ​​چلولو د جواز د غوښتوونکو له تادياتو او نورو چارو څخه ترلاسه شوي دي او په ١٤٠٢ لمريز کال کې په ترافيکي پيښو کې څه ناڅه ٣٨٠ تنه مړه او ټپيان شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې بدخشان د افغانستان يو له غرنيو ولايتونو څخه دى او له تاجکستان، چين او پاکستان سره ګډه پوله لري، چې له همدې امله دغو هېوادونو ته هر ډول نشه يي توکي قاچاق پکې ډیر دي، له بلې خوا په بدخشان کې د خپل غرني طبيعت له امله ترافيکي پېښې او مرګ ژوبله هم زياته ده.
https://avapress.com/vdceef8wzjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته