افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پيښه د دره بوم ولسوالۍ په لوقلي کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د چارواکو په وینا په دې پېښه کې وژل شویو کسانو کې یوه جوړه او څلور ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې د ۴ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي.
په بادغیس کې د داعشیانو روغتیايي چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده.
په دې وروستيو اوونيو کې د هېواد په لوېديځ کې په بېلابېلو ولايتونو کې واوره او باران وشو، چې په ځينو مواردو کې يې کورونه هم زيانمن کړي دي.