دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 287514
په هند کې د لمانځه پر مهال پر افغان محصلینو برید
د هند په ګجرات پوهنتون کې د نامعلومو کسانو یوې ډلې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو محصلین په چاقو او ډبرو وویشتلي.
افغان غږ خبری آژانس: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې نامعلومو کسانو د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو پر محصلینو د چاقو او ډبرو په ګوزارونو بریدونه کړي دي.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، دا برید د شنبې په ورځ د وږي په ۲۶مه د ګجرات پوهنتون د دارالامان په سیمه کې پر هغو بهرنیو محصلینو شوی چې د تراویح لمونځ یې ادا کاوه.

د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د افغان محصلینو په وینا برید کوونکو شعارونه ورکول چې دوی ته چا په لیلیه کې د لمانځه اجازه ورکړې.

برید کوونکو د محصلینو پر خونو هم برید وکړ او د هغوی «لیپ ټاپ، تلیفونونه او موټرسایکلونه» یې ویجاړ کړل.
https://avapress.com/vdccsmqi02bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته