دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 287513
په بدخشان کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله دوه تنه کارګران مړه شوي دي
د بدخشان ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په وخنده کلي کې د سرو زرو د کان د نړېدو له امله دوه تنه کارګر وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حکمت الله محمدی په دغه ولایت کې د سرو زرو د کان د نړیدو خبر ورکړ او ویې ویل: د شنبې په ورځ (حوت ۲۶) کې د وخنده ولسوالۍ د سرو زرو په کان دوه تنه مزدوران ووژل شول.

ده زياته کړه: دغه کارګر د سرو زرو په موندلو او د شګو په مينځلو بوخت وو چې دغه پيښه رامنځته شوه.

محمدي وويل، چې په دې ولسوالۍ کې هم د ځمکې ښويېدنې پېښه شوې، چې له امله يې کوم ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.

د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت په ولسواليو کې د سرو زرو د کانونو د نړېدو او د سرو زرو د موندلو په هڅه کې د کارګرانو وژل کومه نوې خبره نه ده او وخت په وخت ورته ترخې پېښې رامنځته کېږي.
https://avapress.com/vdcb8zb5frhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته