افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه د ایکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه عملیات پرون ماښام ترسره شړی .
هغه د ژغورل شوى ماشوم عبدالفهيم په نوم ياد کړ او ويې ويل، چې څلور ورځې وړاندې د کابل ښار له يوولسمې ناحيې څخه تښتول شوى و.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې تښتونکو د دغه ماشوم د خلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه ۸۰۰ زره ډالره غوښتي وو.
هغه زياته کړه، چې د دغه ماشوم د خلاصون په موخه د عملياتو پر مهال نښته رامنځته شوې او په ترڅ کې يې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.