دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 286855
په بلخ ولایت کې اړو او مالدارو ته د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د څارویو د خوراکي توکو ویش
د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي؛ د بېړنیو مرستو کمېټې په دغه ولایت کې له سختې واورې ورېدنې وروسته د درې میلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ د والي ویاند عطاء الله زید د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې د بیړنۍ کمیټې د حکم له مخې له خلکو او په ځانګړې توګه له بزګرانو سره د مرستې او ملاتړ په موخه د خوراکي او څارويو د خوراکي توکو د برابرولو په موخه درې ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې، چې په لرو پرتو سيمو کې اړمنو ته رسېږي.
 
هغه څرګنده کړه، چې وروستیو سختو واورو د ولسوالیو او مرکز ترمنځ مواصلاتي لارې تړلې، خلک خوراکي او د څارويو خوراکی توکو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله د بلخ د والي په امر د بیړنۍ کمیټې په جوړولو کار پیل کړی دی، ترڅو خلکو ته وویشی.
 
زيد زياته کړه: "په ځينو سيمو کې د يخنۍ او د خوراکي توکو د نشتوالي له امله ګڼ شمېر څاروي مړه شوي او په واورو کې بندې ډېرې کورنۍ ژغورل شوې دي، خو د بېړنيو حالاتو کمېټه شپه او ورځ د مرستې په موخه کار کوي."
 
هغه زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې له خلکو سره د مرستو د رسولو په بېړنۍ کمېټه کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو، د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست، د فوايد عامې رياست، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست، د مبارزې، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست، د عامې روغتيا رياست او نورې ریاستونه او دغه کمېټه د اړمنو خلکو لپاره د خوراکي توکو او کروندګرو ته د وښو د برابرولو مسووليت لري.
 
د بلخ د والي وياند وايي، د لارو د خلاصولو لپاره لازمې لارښوونې هم شوې دي او په لرو پرتو سيمو کې اړمنو ته د خوراکي او څارويو واښه هم ورکړل شوي دي.
 
ده زياته کړه: د خوراکي او څارويو د خوراکي توکو ٢٨ لارۍ د بلخ ولايت د چهاربولک، البرز، چمتال، شولګر، چهارکنت، زارع، بلخ، کشنده او مارمل ولسواليو ته ليږدول شوي دي.
 
باید وویل شي، چې په ټول بلخ ولایت کې تر ۸ زرو ډېر وزې، پسونه او غواګانې د یخنۍ او د وښو د نشتوالي له امله له منځه تللي دي.
https://avapress.com/vdcjime8iuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته