افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سرپل ولایت د والي ویاند مولوی حبیب الله مسرور وايي، چې په سانچارک، صیاد، کوهستانات، البدر او په ولسوالیو کې څه باندې اته زره وزې، پسونه او غواګانې نیول شوي دي. د سرپل ولایت سوزمه قلعه او بلخاب د واورو د اورښت له امله مړه شوي، واښه واوره او سړه هوا پوښلي دي.
ده څرګنده کړه چې په دې ولايت کې د ورکو شويو څارويو د شمېر د زياتېدو امکان شته.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د سرپل ولایت د بېړنیو حالاتو کمېټې له اړمنو او په ځانګړې توګه له کروندګرو سره د مرستې او همکارۍ په موخه تدابیر نیولي دي.
مولوي مسرور زياته کړه: د سرپل ولايت د سيمه ييزې ادارې له خوا له بزګرانو سره د مرستې په موخه يو ميليون افغانۍ پيسې او ١٥٠٠ بورۍ د څارويو خوراکي توکي تخصيص شوي دي او ټاکل شوې ده دغه مرستې د ملي يووالي حکومت په همکارۍ په لرې پرتو سيمو کې وليږدول شي.
هغه وويل، په سرپل ولايت کې له سختو واورو ورېدو وروسته له خلکو سره د مرستې او ملاتړ په برخه کې د ملي اردو او ملي پوليسو د ځواکونو نېکې او عملي کړنې د ستاينې وړ دي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ډېرو شمالي ولايتونو کې له وروستيو واورو ورېدو وروسته د خلکو په ځانګړې توګه کروندګرو ته د "بيړنيو مرستو کمېټه" جوړه شوې ده.