دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 286804
په بلخ ولایت کې د یخنۍ او د خوراکي توکو د نشتوالي له امله شاوخوا ۸ زره څاروي له منځه تللي دي
د بلخ د والي وياند وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د بلخ ولايت په ۸ ولسواليو کې شاوخوا اته زره څاروي د يخنۍ او د خوراکي توکو د کمښت له امله مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د والي ویاند عطاء الله یزید د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته د سړې هوا له امله مالدارانو ته د اوښتو تاوان په اړه وویل: « پرله پسې واورې ورښت په ځینو سیمو کې مالدارانو ته له ستونزو سره مخ کړي دي. د بلخ ولایت په ولسوالیو کې د ۲۰۹ اتل قول اردو مسوولینو د سیمه ییزو ارګانونو په همکارۍ خلکو ته مرستې رسوې.
 
هغه زياته کړه: د واورې ورښت د بلخ ولايت په چهارکوټ، چمتال، البرز، شورتېپې، زارع، مارمل او چهاربولک ولسواليو کې لارې تړلې وې، خو د دولتي چارواکو په هلو ځلو دغه لارې د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې دي.
 
د بلخ د والي وياند وايي، چې د بلخ د والي په امر د بېړنيو حالاتو کمېټه جوړه شوې او په کار يې پيل کړی، چې تر اوسه په واورو کې بندې څه باندې لس کورنۍ ژغورل شوې دي.
 
ده وويل: د لومړنيو معلوماتو له مخې، د بلخ ولايت په ٨ ولسواليو کې شاوخوا اته زره څاروي د سړې هوا او د وښو د کمښت له امله مړه شوي دي.
 
هغه څرګنده کړه، چې د هېوادوالو لپاره د خوراکي توکو بسته بندي او د څارویو د خوراکي توکو بسته اړو کسانو ته رسېدلې او دغه اقدام د دولت په مالي مرسته ترسره شوی دی.
 
بايد يادونه وشي چې په ورک شويو څارويو کې وزې، پسونه، غواګانې او خوسکي شامل دي.
 
په همدې حال کې په فاریاب ولایت کې د یخنۍ له امله شاوخوا ۱۰۰۰ څاروي مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdcdz90xoyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته