افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب ولایت د اسلامی امارت د عامه اړیکو ریاست مسؤلین وایی چې د دغه ولایت د چارو ادارې یو «جادوګر» یې له اسنادو او شواهدو سره د جادوګرۍ او تفرقې په تور نیولی دی.
د فارياب ولايت د فوايد عامې رياست د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د دغه ولايت د فوايد عامې د رييس په حواله د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د فارياب له مرکز څخه يو جادوګر پېژندل شوى او نيول شوى دى.
سرچينه زياتوي، چې په جادوګر تورن کس تر څېړنو وروسته د ښاري محکمې ته وسپارل شو او دغې محکمې په يوه مياشت بند محکوم کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه کس څخه ترلاسه شوي اسناد ښيي، چې د ډېرو پيسو په اخيستو يې د کورنيو ترمنځ تفرقه رامنځته کړې ده. د دې څانګې په وینا، "د اسلام د سپیڅلي دین له نظره دا یوه لویه ګناه ده."
په خبر کې ويل شوي دي چې د فارياب ولايت اوسېدونکو په دغه ولايت کې د ټولو جادوګرانو د فعاليتونو په نيولو او بندولو ټينګار کړى دى.