افغان غږ خبری آژانس – مزار شریف: د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ چارواکو د قم کوتل لارې د پاکولو او پرانیستلو خبر ورکړی او وایی چې د قم کوتل لارې د واورو د پاکولو هڅې یې پیل کړی دی.
چارواکي وايي، د سرپل ولایت د فواید عامې ریاست په چوکاټ کې د ګلستان دایکندي شرکت د سړک د پاکولو مسوولیت پرغاړه اخیستی او د دې لارې د بیا پرانیستلو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
په ورته وخت کې د سرپل ولایت مقام د واورو د اورښت له امله د تړل شویو لارو د پاکولو لپاره د جدي اقداماتو او پلانونو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د سرپل ولایت په ولسوالیو کې د ټولو غځیدلو لارو د څیړلو او پرانستلو امر شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې بلخاب ولسوالۍ د سرپل ولايت له مرکز څخه په ١٦٠ کيلومترۍ کې پرته ده او په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ١٥٠ زره وګړي ژوند کوي. همدارنګه، د کوټل قوم لاره هر کال د واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل کیږي ځکه چې دا د سمندر له سطحې څخه 3600 متره لوړ دی.