افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په کونړ ولایت کې د پنځو ناپاکو کانونو د استخراج قرارداد چې پخوا د امتیازاتو پر بنسټ و، اوس د دغه وزارت او د دغه وزارت ترمنځ د مشارکت په توګه تمدید شو.
دغه وزارت زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د میرزاخېلو په سیمه کې د نفریت د کان د استخراج قرارداد هم له یوه خصوصي شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د دغو کانونو په استخراج کې پر روڼتیا او چټکتیا ټینګار وکړ.