دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 283909
د بدخشان ولایت د څه باندې ۹ زره معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د معاشونو ورکړه
د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست چارواکي وايي، چې حکومت د ۹۵۲۷ تنو معلولینو او د هغوی کورنیو ته میاشتنۍ تنخواګانې ورکړې او د وېش بهیر یې له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روان دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست چارواکي وايي، چې حکومت د ۹۵۲۷ تنو معلولینو او د هغوی کورنیو ته میاشتنۍ تنخواګانې ورکړې او د وېش بهیر یې له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روان دی.

هغه زیاته کړه، د بدخشان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څه باندې ۶۵۱ میلیونه افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر کورنیو د حق په توګه وېشلې او حتی د پخوانیو سرتېرو کورنۍ هم په دې بهیر کې شاملې دي.

روحاني څرګنده کړه: د شهیدانو او معلولینو د چارو د ادارې کارکونکي هره ورځ د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د حقوقو د ترلاسه کولو په لړ کښې له دېرشو څخه د زیاتو دوسیو د تایید او شاملولو له بهیر سره چلند کوي او دغه بهیر زمونږ دنده ده.

ده وويل چې لا هم د شهيدانو او معلولينو کورنۍ شته چې د شهيدانو او معلولينو له رياست سره نه دي ثبت شوي. یوی وايي چې د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه غواړي چې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره مرستې وکړي.
https://avapress.com/vdcgzw9xyak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته