افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون سه شنبه د قوس په ۲۸ مه په ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر د هغه ۱۴ کلنی ماشومه چې د دې ولايت د بهارک ولسوالۍ په "تشکوي" کې د ځمکې لاندې کوټه کې له شپږو مياشتو راهيسې د خپلې مور له خوا بندي وه، خوشې شوه.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو يوه ښځه چې د خپلو وروڼو له خوا بندي وه، خوشې کړه.