افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د بدنی روزنې او سپورټ د عمومی ریاست په خبرپاڼه کې راغلی، چې مولوی عبدالودود حقانی د اسلامی امارت د چارو د ادارې له خوا د دغه وزارت د نوی رئیس په توګه تر معرفي کېدو وروسته د هېواد د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست پرون شنبه د حمل په ۲۶مه په کار پیل وکړ.
دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حقاني د جوزجان ولايت اوسېدونکى دى او پخوا يې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت د عمومي رياست د مالي او اداري رييس په توګه کار کړى دى.
ویل شوي، چې نوموړی د چارو د عمومي ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین طیب له خوا د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست مسوولینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
باید وویل شي، چې محمد مطمین تر دې وړاندې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت د عمومي رییس په توګه دنده ترسره کوله.