دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 268214
د کندهار ورزشي جمنازیم د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا پرانیستل شو
د کندهار ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست د سيمه ييزو مسوولينو او کارکوونکو په شتون سره د دغه ولايت ورزشي جمنازيم شنبه )حمل ١٩) پرانيستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې د دغه ولایت ورزشي جمنازیوم پرانیستل شو.
 
د کندهار د سپورتي جمنازيوم مسوول احمد بشير د پرانيستې په مراسمو کي وويل: دغه رياست غواړي د ځوانانو او ورزش سره مينه لرونکو ته د اسلامي نظام سره سم ورزشي ځايونه او پروګرامونه په لاره واچوي.
 
هغه زیاته کړه چې د دغه جمنازیوم پرانیستل د هېواد د پرمختګ لپاره یو کوچنی ګام دی.
 
په همدې حال کې يو تن ورزشکار احمد ولي د کندهار د ورزشي جمنازيوم د پرانيستې په مراسمو کې وويل، د ځوانانو لپاره د سپورت برابرول ښه کار دى او په دې سره به ځوانان له ناسمو کارونو لاس واخلي او د هوسا ژوند خاوندان شي.
 
نوموړي له سيمه ييزو مسوولينو وغوښتل، چې د هېواد ورزشي ټولنې ته خدمت ته دوام ورکړي.
 
د کندهار ښار اوسېدونکي کريم الله هم وويل: ځوانان د ټولنې ملا ده، نو بايد ښه پاملرنه ورته وشي، څو په ځوانۍ کې له شته فرصتونو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي او ټولنې ته خدمت وکړي.
 
 
باید وویل شي، چې د کندهار د ورزشي جمنازیم د جوړېدو چارې شاوخوا ۳ کاله وړاندې پیل شوې وې، چې د اسلامي امارت په تاسیس سره یې د جوړېدو چارې دوام درلود او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
https://avapress.com/vdcizvar5t1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته