دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 268199
تېر کال په هرات کې څه باندې ۷۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چې په تېر يوه کال کې يې په دغه ولايت کې څه باندې ۷۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي او څه باندې درې زره بستې "کا" ګولۍ نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس مولوي حيات الله روحاني وايي، تېر کال ۴۱ کيلوګرامه هيرويين، ۱۱۶ کيلو ګرامه شيشه، ۱۳۴ کيلوګرامه ترياک، ۴۴۰ کيلوګرامه چرس او درې زره ۲۲۳ بستې کا ګولي نيول شوي دي.
 
مولوي روحاني څرګنده کړه: تېر کال يې هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاين پيل کړ چې په دې کمپاين کې له ښار څخه پنځه زره روږدي کسان راټول او د دغه ولايت په ښار او ولسواليو کې زرګونه جريبه ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه شوه.
 
د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس له خلکو وغوښتل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دغه رياست سره همکاري وکړي.
 
د هغه په ​​وينا، د خلکو له همکارۍ پرته د دې ناوړه پديدې له منځه وړل ناشوني دي.
 
ویل کیږي، چې هرات ولایت د زرګونو روږدو کسانو کور دی؛ دې مسئلې د دې ولایت د اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي.
 
دغه روږدي کسان تر ډېره د خپلو کورنیو له خوا رد شوي او په کوڅو کې اوسېدل. د تېر کال په ژمي کې ځايي چارواکو د خلکو په مالي همکارۍ دغه ناروغان راټول او د معتادينو د درملنې کمپونو ته يې لېږدول.
 
https://avapress.com/vdcaoanuo49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته