دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 263513
په تېر یوه کال کې له ترکیې څخه څه باندې ۶۸ زره افغان کډوال ایستل شوي دي
د ترکیې د کډوالو عمومي ریاست اعلان کړی چې له دغه هیواده د ایستل شویو ۱۲۴ زره ۴۴۱ غیر قانوني مهاجرینو له جملې څخه ۶۸ زره ۲۹۰ تنه یې افغانان، ۱۲ زره ۵۱۱ تنه یې پاکستانیان او پاتې نور یې د نورو هیوادونو وو چې نومونه یې نه دي یاد شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکیې د کډوالو عمومي ریاست اعلان کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۲۴ زره ۴۴۱ غیر قانوني مهاجرینو څخه ۶۸ زره ۲۹۰ تنه یې افغانان، ۱۲ زره ۵۱۱ یې پاکستانیان او پاتې نور یې د نورو هیوادونو دي.
 
په همدې حال کې د ترکیې په ختیځ کې د اګری ولایت چارواکو هم اعلان کړی چې ۲۲۷ ناقانونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوی دی.
 
د ترکيې د کډوالو چارو يوه چارواکي وويل: دغه مهاجرين لومړى د اګري هوايي ډګر او له هغه ځايه د هوا له لارې خپل هيواد ته وليږدول شول.
 
د ترکیې دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست "خلیل الرحمن حقاني" ویلي: د نړۍ هېوادونه باید افغان کډوال په زوره ونه باسي.
 
د هغو افغان کډوالو اخراج چې ترکي چارواکي یې ادعا کوي چې په غیر قانوني توګه د دوی هیواد ته داخل شوي دي، په وړاندې یې د ظالمانه بندیزونو د ډیریدو څپې او د دې ښکاره ظلم په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا سره سره، د تیرو کلونو او لسیزو په څیر، ایران د یوه انسان دوست په توګه عمل کوي.
 
په همدې حال کې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د څپې په زیاتېدو سره، غیر رسمي شمېرې په ایران کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغان اتباعو شتون ښیي.
 
https://avapress.com/vdcfymd0mw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته