دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 261029
په مسکو کې مشورتي غونډه/ د افغانستان ګاونډیانو له اسلامي امارت سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ
په مسکو کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د استازو غونډه پیل شوه. د دغې غونډې د پرانیستې په مراسمو کښې د یوشمیر هیوادونو استازیو په افغانستان کښې د امریکې په ملاتړ د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړه. دوی د ټول شموله حکومت پر جوړولو د ټینګار ترڅنګ له اسلامي امارت سره د اړیکو پر ساتلو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: نن چهارشنبه د عقرب ۲۵ مه د افغانستان د وضعیت د څیړلو په موخه د ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو د استازو په حضور کې د مسکو غونډه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په وینا پیل شوه.
 
په افغانستان کې د روسیې استازی وايي، مسکو د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې ترڅنګ د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې له حضور څخه اندېښمن دی.
 
کابلوف ویلي، روسیه د افغانستان له اوسني مشرتابه سره خپلې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې د خلکو په ګډون ساتي.
 
د روسيې استازي وويل چې له امريکا څخه په کلکه غواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.
 
د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي په دې کتنه کې وويل چې ايران تل په خپلو صادراتو سره د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره هلې ځلې کړې دي.
 
 د ایران استازي یادونه وکړه چې د یوه ټول شموله حکومت جوړول به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان سیاسي دریځ برابر کړي.
 
 کاظمي قمي وویل، یوه له اصلي اندېښنو څخه په افغانستان کې د امریکايي نیابتي ترهګرو ډلو شتون دی.
 
د ایران استازي وویل: وخت په چټکۍ سره تیریږي، که موږ د افغانستان وضعیت مدیریت نه کړو، کیدای شي وضعیت نور هم خراب شي.
 
هغه وویل چې ایران په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه یوه لویه غونډه جوړه کړي.
 
د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي ياو شياونګ په دې غونډه کې وويل چې ټول هېوادونه بايد د افغانستان د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي. هغه زیاته کړه چې بیجینګ تل د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.
 
 د چین ځانګړي استازي زیاته کړه: امریکا د افغانستان د شتمنیو په بندولو سره د دغه هیواد د اوسني وضعیت اصلي عامل دی.
 
د هند د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان او پاکستان د څانګې چارواکي جي پي سینګ د افغانانو د ژوند شرایطو ته په اشارې سره وویل چې د افغانانو ژوند ته باید جدي پاملرنه وشي.
 
په دې کتنه کې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئيس ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د افغانستان داخلي حالاتو ته په اشارې سره وويل چې موږ بايد د افغانستان د خلکو لپاره بشري مرستو ته دوام ورکړو. هغه زیاته کړه، موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې افغانستان د ترهګرو ډلو په ځاله بدل نه شي.
 
په مسکو کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د ګاونډیو هېوادونو ایران، روسیې، چین، هند، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او نورو هېوادونو په ګډون جوړ شوي.
 
https://avapress.com/vdcf0yd01w6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته