افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هیواد د مرکزی سیلو د پرانستلو په مراسمو کی، د هرات د سیلو چارواکي وویل: د هرات سیلو په هیواد کی دریم سیلو ده چی له کابل او بلخ څخه وروسته له ۱۵ کلونو وروسته بیرته په کار پیل کوی. د نوي فعالیت سره به د هیواد ۵ سیلوګاني په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۵ زره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د هغه په وينا، له دې وروسته به له نظامي او ملکي څانګو سره له دې سيلو څخه د ډوډۍ د پېرلو تړون وشي.
منصور څرګنده کړه، چې د دغه ولایت سیلو باید فعاله وي، ځکه هرات د زون په کچه موقعیت لري او اړتیا ده، چې د خلکو په خدمت کې وي.
د هېواد د مركزي سيلوګانو مسؤل وويل: له هرات وروسته به د كندهار او پلخمري سیلوګاني به هم فعالې شي.
له بلې خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس نعيم الحق حقاني هم وويل: د ښاروالۍ، فوايد عامې، امنيه قوماندانۍ، قول اردو او نورو دولتي ادارو په ګډون ډېرى رياستونه هڅه کوي، چې له سيلو سره قرارداد وکړي.
هغه په ډاګه کړه، چې د هېواد د مرکزي سیلو مسؤلينو ژمنه کړې، چې د هرات د سیلو لپاره به د زون په کچه د فعاليت کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
دغه راز د هرات د سيلو رئيس حامد منصوري وويل: اوسمهال په دغه سيلو کې ١٢ تنه د ډوډۍ، کيک او کوکيز په جوړولو کار کوي.
ده وويل: د دغه ولايت سيلوي هره ورځ د کافي ډوډۍ د برابرولو ظرفيت لري.
د چارواکو په وینا، څومره چې سیلو فعاله وي هغومره به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې د هرات سيلو د محمد داوود خان په وخت کې پيل شوې وه، خو په تېرو پنځلسو کلونو کې فعاله نه وه، د هرات سيلو په لوېديځه حوزه کې د غنمو د زېرمه کولو، د ډوډۍ جوړولو او د غنمو د کرلو په برخو کې فعاليت کوي.