دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 260430
په بلخ کې د زنګون د ګډ بدلولو لومړی عملیات ترسره شول
د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په دولتي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د زنګون د ګډو د بدلولو عملیات ترسره شول.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب الله توانه وايي: پخوا په بلخ کې دغه عملیات نه وو ترسره شوي، ناروغان بهر ته تلل او تر پنځه زره امریکايي ډالرو زیات لګښت پرې کېده.
 
د بلخ د عامې روغتیا رئیس وايي، د دغه اقدام په پلي کېدو سره به له هېواده بهر د وګړو تګ راتګ کم شي.
 
په همدې حال کې د بلخ ولايت د ابو علي سينا ​​د حوزوي روغتون د اورتوپيدي څانګې متخصص نورمحمد فيض وويل: ياد شوي عمليات ډېر لګښت لري او د افغانستان د بې وزلو خلکو لپاره دا ناشونې ده چې لګښت يې ورکړي.
 
 په مزارشريف کې د ابو علي سينا ​​بلخي روغتون د اورتوپيدي څانګې ډاکټران وايي، دا عمليات په ګاونډيو هېوادونو کې له پنځو تر اته زره ډالرو پورې لګښت لري، خو په بلخ کې يې په وړيا ډول ترسره کوي.
 
 په کابل کې هم د دې عملیاتو لګښت شاوخوا درې زره ډالره بلل کیږي.
 
پرون (سه شنبه عقرب ۱۰) د ۵۰ کلن شمس الدین په نوم د یوه ناروغ د زنګون د ګډ بدلولو لومړی عملیات ترسره شول.
 
 شمس الله د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی او وايي چې له اتو کلونو راهيسې د زنګون د ګډوډۍ په ناروغۍ اخته و او د عملياتو توان يې نه درلود.
 
د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دې عملیاتو لپاره د روغتون له بودیجې څخه شاوخوا دوه زره امریکايي ډالر د هغه د روغېدو لپاره لګول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د زړه، مغزو، اعصابو او هډوکو ډېری پېچلي عملیات له هېواده بهر ترسره کېږي او ناروغان هر کال میلیونونه افغانۍ له افغانستانه بهر لېږدوي.
 
https://avapress.com/vdcaewnuw49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته