افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالقهار احمدی
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د غذایی موادو د ویش بهیر پرون (شنبه، لړم ۷) پیل شو او درې ورځې به دوام وکړی.
د هغه په وينا، د غذايي توکو د وېش موخه په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زياتوالي مخنيوى او هم په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه ده.
د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس زياته کړه چې دغه غذايي مواد د يونيسف له خوا د دغه ولايت په ٥٢٠ روغتيايي بستونو کې وېشل شوي دي.
دا غذايي مواد یوازې د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته توصیه کیږي، او کورنۍ باید لویانو ته یې نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د تخار ولایت روغتیايي چارواکو په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړی