افغان غږ خبری آژانس: د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د میشتو افغان کډوالو د بالغ کراټې ټیم د دغه هیواد په رامسر ښار کښې د کراټې په نړیوالو سیالیو کښې ګډون وکړ او د دغې سیالۍ د ځغاستې جایزه یې وګټله.
د رضا رضايي تر څارنې او روزنې لاندې د افغان کډوالو د کراټې لوبډلې په دې سیالیو کې ګډون وکړ او د سرو زرو او برونزو دوه مډالونه یې وګټل او د دویم مقام لقب یې خپل کړ.
دغه سیالۍ د میزان په ۲۱ مه ترسره شوې، چې په کې د ترکیې، لبنان، افغانستان، ایران، بلغاریا او فلسطین په ګډون ۶ هېوادونو ګډون کړی و.