افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان سفارت تیره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د قطر تخنیکي ټیم د نړیوالو معیارونو سره سم د کابل د هوايي ډګر د بیارغونې په برخه کې چې د بشري مرستو د لیږد په برخه کې خورا مهم دی، همکاري کړې ده.
باید وویل شي، چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته سرپرست حکومت د سیمې له هېوادونو څخه د کابل د هوايي ډګر د فعالیتونو د بیا فعالولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه او قطر لومړنی هېواد و، چې له دغه هېواد سره یې همکاري وکړه. په دې اړه اسلامي امارت.
د يادونې وړ ده، چې سرپرست حکومت د کابل، هرات او مزارشريف د څلورو هوايي ډګرونو د مديريت تړون د متحده عربي اماراتو له ګاګ شرکت سره لاسليک کړ.