افغان غږ خبری آژانس: اوچا نن (شنبه، سنبلي ۱۹) د یوه راپور په خپرولو سره ویلی چې دغه پروژې د خوراکی خوندیتوب، روغتیایی بیړنیو غبرګونونو، تعلیمی بیړنیو غبرګونونو او د غیردولتی موسسو د ظرفیت لوړولو په برخو کې ترسره کیږی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا، دا پروژې د افغان میرمنو او نجونو سره د مرستې لپاره ځانګړي شوي.
اوچا ټینګار کړی، چې پر دغو پروژو ټولټال ۸۹۳ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) تمویل کوونکو له خوا تمویلېږي.
د OCHA د معلوماتو پر بنسټ، ۱۹۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیړني خوراکي خوندیتوب، ۲۶۵ میلیونه ډالر د افغاني ټولنې د مقاومت او معیشت لپاره، ۳۳۳ میلیونه ډالر د روغتیا د بیړني غبرګون څانګې ته، ۱۰۰ میلیونه ډالر د پوهنې د بیړني غبرګون څانګې او ۲۰ میلیونه ډالر په افغانستان کې د غیر دولتي موسسو د ظرفیت د لوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د بندیزونو له امله به اسلامي امارت د دغو پروژو مالي سرچینو ته لاس رسی ونه لري.