دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 258068
نصرت حقپرست خپل کاناډایي سیال ته ماتې ورکړه
نصرت حقپرست، د UFC ورزشکار په دې وتوانید چې خپل کاناډایي سیال ته له دریو زړه راښکونکو جګړو وروسته بریا خپل کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د آزادې سیالي ورزشکار نصرت حقپرست تېره شپه له خپل کاناډایي سیال جان مکدیسي سره مخامخ شو، چې په دې وتوانید چې خپل پیاوړي حریف ته په درېیم راونډ کي ماتې ورکړي.
 
دا مبارزه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د نړۍ د آزادو مبارزو سازمان لخوا تنظیم شوې وه.
 
نصرت حقپرست ۲۷ کلن او ۱۷۸ سانتي متره قد لري او له ۲۰۱۲ کال راهیسې فعال دی.
 
https://avapress.com/vdcepv8wvjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته