افغان غږ خبری آژانس، دغه مرکز اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه د « خیریه اورګاډی » استولې ده.
دا کاروان د ترکیې د خیریه موسسو په همکارۍ راټول شوي چي ۱۴۰۰ ټنه بشري مرستې لیږدوي.
ټاکل شوې چې دغه اورګاډي له ۱۲ ورځو وروسته د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت ته ورسېږي.
د دغه مرکز مرستیال حمزه تاشدیلین وویل، ترکیې سږ کال افغانستان ته ۴۱۷۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.
تر دې مخکې هم دغه ترکي بنسټ افغانستان ته د بشري مرستو څلور جوپه لېږلې ده.