افغان غږ خبری آژانس، اسلام اباد ایکسپریس نیوز راپور ورکړی چې د اوبو ذخیرې ۹۷ فیصده کمې شوی دی.
د راپور له مخې، د پاکستان د سیندونو ادارې (IRSA) د اسنادو په خپرولو سره اعلان وکړ چي سږکال د سیندونو د اوبو ټول زیرمې په هر ثانیه کې 125 زره متر مکعبه ته رسیدلی چې د تیر کال په پرتله په هر ثانیه کې 159 زره متر مکعب کم شوی وو.
د ارسا دفتر دا هم ویلي چې د جهلم او چناب په سیندونو کې د اوبو کمښت د نورو سیندونو په پرتله لوړ دی او د منگلا بند تر شا د جهلم سیند اوبه اوس د معمول له نیمایي څخه کمې دي او دا اندیښنه شتون لري چې سیندونه به ډک نه شي.