افغان غږ خبری آژانس (
افغان غږ خبری آژانس) - هرات: رحمت الله فیضان؛ په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي: "د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې چې د بیمې ټول فعالیتونه یې ځنډولي دي، په هرات کې د ایران د بیمې ادارې فعالیتونه ددي امر څخه مستثنی نه دي او تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي."
د باختر آژانس د خبر له مخې: هغه زياته کړه چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ويزې غوښتوونکي بايد په هرات کې د ايران د بيمې ادارې ته د بيمې لپاره درخواست ورنکړي او د ايران د بيمې ادارې فعاليتونه تر بل خبرتيا پورې غير قانوني دي.
فيضان زياته کړه، که دغه ادارې خپل فعاليت ته دوام ورکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.