دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 221311
تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې ۸۱ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته شوي دي
د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۲۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۱ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، تخار، کندوز، بغلان، کونړ و ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۷۶۸ تنو ته ورسېد.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۲۳ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته څلورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۵۱۱ تنو ته ورسېد.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyyd0yw6d0ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته