په پېښه کې پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي. که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې مرمۍ د کوم لوري له خوا ویشتل شوې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، مرمۍ د افغان سرتیرو له لوري د ملکي وګړو پر کورونو ویشتل شوې او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.