دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 218243
طالبانو د مولوي حکیم په مشرۍ مذاکراتي پلاوی اعلان کړ
په دغه ۲۱ کسیز پلاوي کې مولوي عبدالحکیم د اعلان شوي پلاوي رییس او شېر محمد عباس ستانکزی یې مرستیال ټاکل شوي دي. تر دې مخکې د یاد پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزي پر غاړه درلوده. ذبیح الله مجاهد څرګندوي چې ډاکتر محمد نعیم وردک د دوی د سیاسي دفتر د نوي ویاند په توګه غوره شوی دی. تر دې وړاندې سهیل شاهین یاده دنده مخته وړله. که څه هم تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره کره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د حکومت باوري سرچینو ویلي چې نن به د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی دوحې ته سفر وکړي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي. په پام کې ده چې د دغو خبرو د پیل غونډه کې د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdcfjcd0mw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته