کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د مولوي حکیم په مشرۍ مذاکراتي پلاوی اعلان کړ

16 سنبله 1399 ساعت 10:08

په دغه ۲۱ کسیز پلاوي کې مولوي عبدالحکیم د اعلان شوي پلاوي رییس او شېر محمد عباس ستانکزی یې مرستیال ټاکل شوي دي. تر دې مخکې د یاد پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزي پر غاړه درلوده. ذبیح الله مجاهد څرګندوي چې ډاکتر محمد نعیم وردک د دوی د سیاسي دفتر د نوي ویاند په توګه غوره شوی دی. تر دې وړاندې سهیل شاهین یاده دنده مخته وړله. که څه هم تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره کره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د حکومت باوري سرچینو ویلي چې نن به د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی دوحې ته سفر وکړي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي. په پام کې ده چې د دغو خبرو د پیل غونډه کې د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون وکړي.



د مطلب کود: 218243

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218243/طالبانو-د-مولوي-حکیم-په-مشرۍ-مذاکراتي-پلاوی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com