دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 218138
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاينز د افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي کې د پنځو ښځو د غړيتوب هرکلی کړی او له طالبانو يې هم غوښتنه کړې چې خپل پلاوي کې د ښځو استازو ته ځای ورکړي. نوموړې پرون د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د وينا پر مهال وويل: موږ لا هم د طالبانو مرکچي پلاوي کې د ښځو استازې نه لرو، هیله لرم چې هغوی د ښځو حضور ته اغېزناکه لار برابره کړي. لاينز وايي، د سولې بهير کې د ښځو ګډون دې ته زمينه برابروي چې دوی په ښه ډول له خپلو حقونو دفاع وکړي. نوموړې دغه راز ويلي، د دوحې بين‌الافغاني خبرو کې به د ښځو د حقونو پر مسئله ډېر بحثونه کېږي، هغه څه چې تر دې وړاندې نه دي شوي. د يادولو ده چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي کې پنځه ښځې؛ فاطمه گیلانی، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، شهلا فرید او شریفه زرمتۍ شاملې دي.
https://avapress.com/vdcipvarvt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته