کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: طالبان دې هم د خبرو پلاوي کې ښځو ته ځای ورکړي

14 سنبله 1399 ساعت 12:08

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاينز د افغان حکومت په مذاکراتي پلاوي کې د پنځو ښځو د غړيتوب هرکلی کړی او له طالبانو يې هم غوښتنه کړې چې خپل پلاوي کې د ښځو استازو ته ځای ورکړي.

نوموړې پرون د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د وينا پر مهال وويل:

موږ لا هم د طالبانو مرکچي پلاوي کې د ښځو استازې نه لرو، هیله لرم چې هغوی د ښځو حضور ته اغېزناکه لار برابره کړي.

لاينز وايي، د سولې بهير کې د ښځو ګډون دې ته زمينه برابروي چې دوی په ښه ډول له خپلو حقونو دفاع وکړي.

نوموړې دغه راز ويلي، د دوحې بين‌الافغاني خبرو کې به د ښځو د حقونو پر مسئله ډېر بحثونه کېږي، هغه څه چې تر دې وړاندې نه دي شوي.

د يادولو ده چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي کې پنځه ښځې؛ فاطمه گیلانی، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، شهلا فرید او شریفه زرمتۍ شاملې دي.



د مطلب کود: 218138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218138/ملګري-ملتونه-طالبان-دې-هم-د-خبرو-پلاوي-کې-ښځو-ته-ځای-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com