دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 218137
امريکا وايي، هيله لري بين‌الافغاني خبرو کې اوربند اصلي موضوع وي او افغانان ژر تر ژره يو اوربند ته ورسېږي. په کابل کې د امريکا د سفارت مرستيالې کرن ډيکر ډاډ ورکړی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې ډېرې ژر پيلېږي او دوی هيله لري چې اوربند د دې خبرو د اصلي موضوعاتو له ډلې وي. ډيکر ويلي، افغان حکومت په تېرو پنځو مياشتو کې د سولې لپاره د پام وړ کارونه کړي دي. نوموړې ويلي، افغانستان به د سولې له خبرو وروسته هم نړيوال ملاتړ ته اړتیا ولري او امريکا ژمنه ده چې د سولې له خبرو وروسته د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړې داسې مهال دا خبرې کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پروسه پای ته رسېدلې او ټاکل شوې ډېر ژر په دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي. په پام کې ده چې نن د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر ورکړي.
https://avapress.com/vdchx6niq23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته