کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امريکا: هيله ده د سولې خبرو کې اوربند اصلي موضوع وي

14 سنبله 1399 ساعت 10:59

امريکا وايي، هيله لري بين‌الافغاني خبرو کې اوربند اصلي موضوع وي او افغانان ژر تر ژره يو اوربند ته ورسېږي.

په کابل کې د امريکا د سفارت مرستيالې کرن ډيکر ډاډ ورکړی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې ډېرې ژر پيلېږي او دوی هيله لري چې اوربند د دې خبرو د اصلي موضوعاتو له ډلې وي.

ډيکر ويلي، افغان حکومت په تېرو پنځو مياشتو کې د سولې لپاره د پام وړ کارونه کړي دي.

نوموړې ويلي، افغانستان به د سولې له خبرو وروسته هم نړيوال ملاتړ ته اړتیا ولري او امريکا ژمنه ده چې د سولې له خبرو وروسته د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړې داسې مهال دا خبرې کوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پروسه پای ته رسېدلې او ټاکل شوې ډېر ژر په دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

په پام کې ده چې نن د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر ورکړي.



د مطلب کود: 218137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218137/امريکا-هيله-ده-د-سولې-خبرو-کې-اوربند-اصلي-موضوع-وي

آوا
  https://www.avapress.com