دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 218136
امریکا متحده ایالاتو د جنګي جنایتونو محکمې څارنوالان د افغانستان په تړاو د دغې محکمې د څېړنو په غبرګون کې تحریم کړل. د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو وايي د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې لویې څارنوالې فاتو بنسوده په ګډون یې د دغې محکمې څارنوالان تحریم کړي. د پومپیو په وینا یاده محکمه خپلې قضايي حوزې کې "نامشروع" هڅې پر امریکایانو اعمالوي. اوسمهال د لاهې محکمه افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کړنو په تړاو څېړنه کوي، چې ایا دغه هېواد کې یې جنګي جرایم ترسره کړي او که نه؟ پومپيو د بندیزونو په تړاو خبریالانوته وویل:«نن به ګام پوته کوو، ځکه ای سي سي لا هم امریکایان په نښه کوي.» امریکا د لاهه محکمې د جوړېدو له پیله پر دې محکمې نیوکې درلودې او د هغو لسو هېوادونو په ډله کې ده چې د یادې محکمې غړیتوب نلري. د جنګي جرایمو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو یوه تړون له مخې رامنځته شوه او موخه یې هم د نسل وژنې، د بشریت پر وړاندې او د جنګي جنایتونو څېړنه ده. تېر کال دغې محکمې پرېکړه وکړه چې افغانستان کې د جنګي جرایمو په تړاو څېړنې پیل کړي. افغانستان کې د جنګي جنایتونو دوسیه په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې پرانیستل شوه. د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې له ۲۰۰۳ زیږدیز کال وروسته احتمالي ترسره شوي جنایتونه وڅيړي. د یادونې ده چې د لاهې محکمې غړیتوب د نړۍ ۱۲۳ هېوادونه لري.
https://avapress.com/vdcgw79x3ak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته