کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د جنګي جنایتونو نړیواله محکمه تحریم کړه

14 سنبله 1399 ساعت 10:53

امریکا متحده ایالاتو د جنګي جنایتونو محکمې څارنوالان د افغانستان په تړاو د دغې محکمې د څېړنو په غبرګون کې تحریم کړل.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو وايي د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې لویې څارنوالې فاتو بنسوده په ګډون یې د دغې محکمې څارنوالان تحریم کړي. د پومپیو په وینا یاده محکمه خپلې قضايي حوزې کې "نامشروع" هڅې پر امریکایانو اعمالوي.

اوسمهال د لاهې محکمه افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کړنو په تړاو څېړنه کوي، چې ایا دغه هېواد کې یې جنګي جرایم ترسره کړي او که نه؟

پومپيو د بندیزونو په تړاو خبریالانوته وویل:«نن به ګام پوته کوو، ځکه ای سي سي لا هم امریکایان په نښه کوي.»

امریکا د لاهه محکمې د جوړېدو له پیله پر دې محکمې نیوکې درلودې او د هغو لسو هېوادونو په ډله کې ده چې د یادې محکمې غړیتوب نلري.

د جنګي جرایمو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو یوه تړون له مخې رامنځته شوه او موخه یې هم د نسل وژنې، د بشریت پر وړاندې او د جنګي جنایتونو څېړنه ده.

تېر کال دغې محکمې پرېکړه وکړه چې افغانستان کې د جنګي جرایمو په تړاو څېړنې پیل کړي. افغانستان کې د جنګي جنایتونو دوسیه په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې پرانیستل شوه.

د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې له ۲۰۰۳ زیږدیز کال وروسته احتمالي ترسره شوي جنایتونه وڅيړي.

د یادونې ده چې د لاهې محکمې غړیتوب د نړۍ ۱۲۳ هېوادونه لري.



د مطلب کود: 218136

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218136/امریکا-د-جنګي-جنایتونو-نړیواله-محکمه-تحریم-کړه

آوا
  https://www.avapress.com