دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 218080
امریکا پر هغې څارنوالې بندیزونه ولګول چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي
نوموړي پرون رسنیو ته دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قضایه، متمم او د همکارۍ څانګه د هغو بندیزونو له مخې په تور لېست کې شامل شوي چې جمهو رییس ټرمپ د جون په میاشت کې اعلان کړي وو. په دغو بندیزونو کې د شتمنیو کنګلول او نورو هېوادونو ته د هغوی د سفرونو مخنیوی شامل دي. ده څرګنده کړې، واشنګټن به پر هغو کسانو او ادارو هم بندیزونه ولګوي چې له بېنسوډا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې څارنوالې بېنسوډا ته د څېړنو د پیلولو لارښونه وکړه، څو څرګنده شي چې ایا طالبانو، افغان پوځیانو او امریکايي سرتیرو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي، که نه؟ فاتو بنسوډا د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې د نړیوالې محکمې له قاضیانو اجازه وغوښته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو، افغان حکومتي سرتیرو او طالبانو د جنګي جنایتونو تورونه وڅېړي.
https://avapress.com/vdcevv8w7jh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته