کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا پر هغې څارنوالې بندیزونه ولګول چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه څېړي

13 سنبله 1399 ساعت 10:19

نوموړي پرون رسنیو ته دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قضایه، متمم او د همکارۍ څانګه د هغو بندیزونو له مخې په تور لېست کې شامل شوي چې جمهو رییس ټرمپ د جون په میاشت کې اعلان کړي وو. په دغو بندیزونو کې د شتمنیو کنګلول او نورو هېوادونو ته د هغوی د سفرونو مخنیوی شامل دي. ده څرګنده کړې، واشنګټن به پر هغو کسانو او ادارو هم بندیزونه ولګوي چې له بېنسوډا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې څارنوالې بېنسوډا ته د څېړنو د پیلولو لارښونه وکړه، څو څرګنده شي چې ایا طالبانو، افغان پوځیانو او امریکايي سرتیرو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي، که نه؟ فاتو بنسوډا د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې د نړیوالې محکمې له قاضیانو اجازه وغوښته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو، افغان حکومتي سرتیرو او طالبانو د جنګي جنایتونو تورونه وڅېړي.



د مطلب کود: 218080

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218080/امریکا-پر-هغې-څارنوالې-بندیزونه-ولګول-چې-په-افغانستان-کې-جنګي-جنایتونه-څېړي

آوا
  https://www.avapress.com