دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 217997
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دوي یوه پوځي چورلکه د تخار ولایت په رستاق ولایت کې د "تخنیکي ستونزو" له کبله نسکوره ده. د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ، سپټمبر ۱ (وږی۱۱) په یوې اعلامیې کې لیکلي چې MI17 ډوله چورلکه له کندز نه تخار ته روان وه چې د کښېناستو پر مهال نسکوره شوه. اعلامیې کې راغلي چې ددغې پېښې له کبله د چورلکې سورلۍ ته زیان ندی رسیدلی. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري خبریالانو ته ویلي دي چې دغې چورلکې د افغان پوځیانو مړي انتقالول. څه موده مخکې، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د افغانستان د پوځ «بلک هاک» چورلکه نسکوره شوې وه چې له کبله یې پنځه تنه ووژل شول. لدې وړاندې، د فراه په ولایت کې هم یوه پوځي الوتکه نسکوره شوې وه چې له کبله یې دوه پیلوټان ووژل شول. د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د تخار د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي او جزئیات به یې د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته خپاره شي.
https://avapress.com/vdcao0nu049n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته